IQNA

 د ایران او پاکستان د امنیتی او دفاعی ملګرتیاؤ پراختیا د وخت ضرورت دی

6:52 - December 21, 2022
د خبر لمبر: 3486633
ایکنا-(تهران)د ایران د پوځ لوی درستیز سردار محمد باقري بیګا د پاکستان د پوځ  نوي عمومی قوماندان جنرال عاصم منیر سره په ټيلیفوني تماس کې د پاکستان د پوځ دنوي مشر قوماندان په توګه په ټاکل کیدا مبارکي ووئیله.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار محمدباقري  په دغه تماس کې  د ایران او پاکستان ددفاعي ا و امنیتی ملګرتیا پراختیا بهیر په تیره بیا دمشترکې پولې دامنیت په پیاوړتیا او لوړتیا کې ئې د هغو  اغیزو ته په اشارې سره  ووئیل، ددغه بهیر دوام او  او دملګرتیاؤ  لاپراختیا باید نوره  هم اوڅاره شي.

د ایران دپوځ لوي درستیز او د پاکستان د پوځ نوي قوماندان د سرحدي امنیت په حوزې او له ترهه ګرو سره په مقابلې کې د تیرو وختونو ملګرتیاؤ پر دوام په ټينګار سره،په پولې کې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او د دوستۍ او ورورولۍ په پولې ددغې آئيډیا د پلی کولولپاره دملګرتیاؤ راتلونکي لور نیونو باندې ټينګار وکړ.

ددغه راپور په اساس سردار محمد باقري  د پاکستان  دپوځ نوی مشر قوماندان ته  تهران ته دسفر  بلنه هم ورکړه او متقابلا  جنرال عاصم منیر هم  د ایران دسردار باقري ته  اسلام اباد ته د  سفر لپاره وبالۀ.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i125156

captcha